دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 182334
په غزنی کې ۲۱ تنه ښوونکې او زده کوونکې شهید او ټپیان شوی
غزنی سیمه ایز چارواکې اندر ولسوالی یو ښوونځۍ کې د هاوان مرمی نښتیدو له امله د ښوونکو او زده کوونکو شهیدیدو او ټپی کیدو څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری، د غزنی والی ویاند نن شنبه غرمی نه مخکې د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: متاسفانه نن شنبه غرمی نه مخکې د طالبانو سره امنیتی ځواکونو نښتی په ترڅ کې د اندر په ولسوالی کې، ملا نوح بابا ښوونځی باندی د یو هاوان لګیدو له امله ۴ تنه زده کوونکې شهید شوی دی او ۱۵ تنه د دوو تنو ښوونکو په ګډون ټپیان شوی دی.
نوری زیاته کړه چی تراوسه مشخص نه دی چی دا هاوان د طالبان له لوری توغول شوی یا امنیتی ځواکونو له لری چی د همدی لپاره یو څیړنېز ټیم د پیښی څېړلو لپاره ټاکل شوی دی.
طالبان هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی؛ خو همیشه طالبان او امنیتی ځواکونه یو بل د غیری نظامیانو تر برید لاندی راوړلو باندی تورنوی.
 
https://avapress.com/vdcgwx9qtak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته