کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې په اړه له سیاسي مشرانو سره د ولسمشر غني سلامشورې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1398 ساعت 14:16

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې(شنبې د وري په ۱۰ مه) د هېواد له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د سولې بهیر د متحد دریځ په اړه ولیدل.



ښاغلي غني نن په ارګ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هېواد جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف، د  ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي سره په دې منظور وکتل.
په دې لیدنه کې نوموړو شخصیتونو د سولې په بهیر کې د جریانونو، طبقو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې. 
ښاغلی غني وايي چې د سولې بهیر په اړه یوه متحده دریځ ته د رسېدو لپاره، له نورو سیاستوالو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو له استازو سره به مشورو ته دوام ورکړي.
دا مشورې د دې په پار وې چې سولې ته د رسېدو لپاره پرله‎پسې هڅې د خبرو اترو په بهیر پر واحد دریځ بدلې شي.
 


د مطلب کود: 182335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182335/د-سولې-په-اړه-له-سیاسي-مشرانو-سره-ولسمشر-غني-سلامشورې

آوا
  https://www.avapress.com