د دغو بنسټونو د رپوټ پر بنسټ، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د وروستیو سېلاوونو له امله ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور نادرکه او ۲۹ تنه هم ټپيان شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې ۱۸۶۰ کوره په بشپړه او ۱۱ زره او ۸۱ کورونه قسماً ویجاړ شوي دي.
د اجراییه ریاست د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې د مسوولو ادارو د رپوټ پر بنسټ ۲۳ ولایتونو کې سېلاوونه راغلي چې په ۱۳ ولایتونو کې یې مالي او ځاني زیانونه لرلي دي.
فاریاب، هرات، بادغیس، جوزجان او بلخ د هغو ولایتونو له ډلې دي چې د سېلاوونو له امله یې ډېر مالي او ځاني زیانونه لرلي دي.
اجراییه رییس مسوولو بنسټونو ته له هغې ډلې له طبعي پېښو سره د مبارزې، عامې روغتیا، د کلیو پراختیا، کرنې او اوبو لګولو، وزیرانو او د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس ته حکم کړی څو په بیړنۍ توګه له سېلاو ځپلو سره مرستې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)