په ننګرهار کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1398 ساعت 18:20

"یوازې په مومندرې ولسوالۍ کې نه بلکې، د شینوارو، خوګیاڼيو او پچیر اګام ولسواليو په هغو سیمو کې چې امن دي، هلته هم د کوکنار کښتونه له منځه وړل شوي دي."



په ننګرهار ولایت کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه.
د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس ساپي ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې (۵۰) جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه.
ده وویل:
"یوازې په مومندرې ولسوالۍ کې نه بلکې، د شینوارو، خوګیاڼيو او پچیر اګام ولسواليو په هغو سیمو کې چې امن دي، هلته هم د کوکنار کښتونه له منځه وړل شوي دي."
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د ننګرهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې په رسمي ډول د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین نه دی پیل شوی.
 


د مطلب کود: 182361

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/182361/په-ننګرهار-کې-پنځوس-جریبه-ځمکه-د-کوکنارو-له-کښته-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com