کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوستم: مونږ باید د طالبانو سره مذاکراتو کې په څنډه کې پاته نشو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1398 ساعت 19:32

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم پدې سخت انتقاد کړی چې په وینا یې د طالبانو سره د مذاکراتو له بهیر نه په څنډه کې پاته شوی دي.



ښاغلی دوستم چې شاوخوا له دوو کلونو وروسته نن شنبه (مارچ ٣٠) د هیواد شمال ته تللی و په مزارشریف ښار کې یې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د هیواد د شمال د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره ورغلی.
ښاغلي دوستم وویل: "په ترکیه کې بیکاره نه وم، په ازبکستان کې بیکاره نه وم. څنگه مونږ په مذاکراتو کې برلاسي نه اوسو؟ مونږ دولت یو، مونږ حکومت یو، نه داچې اړخ ته کړای شو او د مذاکراتو نه بهر پاته شو."
دغه خبرې وروسته له هغې کیږي چې د بلخ ولایت د پولیسو په وینا د ښاغلي دوستم د موټرو پر کاروان باندې د چهاربولک ولسوالۍ د سرگین‌تپه په سیمه کې وسله وال برید وشو. د امنیتي مقاماتو په وینا پدې برید کې چاته زیان ندی رسیدلی.
د امریکا د مِحده ایالاتو د استازو او طالبانو ترمنځ وروستیو خبرو د افغانستان په سیاسي کړیو کې زیات بحثونه رامنځ ته کړي دي.
د افغانستان دولت هم تر اوسه پدغو خبرو کې ندی شامل او پدې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار ادعا وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان د حکومت څخه د "مشروعیت‌ اخیستلو" هڅه کوي.
د افغانستان یو شمیر سیاسي څیرو پدې وروستیو کې د مسکو په یوه غونډه کې د طالبانو سره پداسې حال په یوه غونډه کې گډون وکړ چې د افغانستان حکومت په کې نه و.
امریکایي مقاماتو ویلي دي د طالبانو سره یې خبرې تر اوسه د امریکا پورې مربطو موضوعگانو باندې متمرکزې وې او هیڅ داسې نیت نلري چې د طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان د حکومت د بلناستي په لټه کې ندي.
جنرال دوستم، په خپلو خبرو کې د طالبانو سره خبرې مهمې وگڼلې خو وویل چې د طالبانو سره په خبرو کې باید د قدرت له موضع نه چلند وشي او زیاته یې کړه چې که ورته فرصت ورکړل شي په شپږو میاشتو کې به طالبان د افغانستان له شمال او لویدیځ څخه ورک کړي.
ښاغلي دوستم وویل: "که رئیس صاحب دولت، اجرائيه رئيس، د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړي چې ماته شپږ میاشتې وخت راکړي، که چیري زه له بادغیس څخه د بدخشان تر توپاخانې ونه رسېدم خپل مخ توروم او افغانستان پرېږدم...که په شپږو میاشتو کې مې ١٥ – ١٦ ولایتونه ازاد نکړل همدا ٦٦ کاله عمر راته بس دی."
ښاغلی دوستم پر داسې مهال دغه څرګندوني کوي چې په شمال کې د ناامینو د پېښو په دوام کې نن د شنبې په ورځ (مارچ ٣٠) تازه طالبانو د بدخشان د ارغنجخوا ولسوالي نیولې ده.
ښاغلي دوستم ترکیې ته له تگ نه وړاندې د فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې د طالبانو او سخت دریځو پر ضد د یو لړ پوځي عملیاتو مشري وکړه او دا ادعا یې هم وکړه چې دغې سیمې یې د مخالفینو څخه پاکې کړې دي. خو لږه موده وروسته پدغو سیمو کې بیا د ناامنیو او جگړو رپوټونه خپاره شول.
 


د مطلب کود: 182369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182369/دوستم-مونږ-باید-د-طالبانو-سره-مذاکراتو-کې-په-څنډه-پاته-نشو

آوا
  https://www.avapress.com