کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت: د جګړې ښکېلې خواوې دې د زده کوونکو او ښوونځیو امنیت ته پام وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حمل 1398 ساعت 9:08

د افغانستان پوهنې وزارت د غزني د ملا نوح بابا پر لېسه حمله په شدت وغندله.


د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه وکړه چې د معارف د کارکوونکو او زده کوونکو امنیت ته جدي پام وکړي.
هغې پرون د مارچ په دېرشمه د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ چې پوستې ښوونځیو ته له نږدې سیمو لېرې کړي.
نوریه نزهت وایي:
"دې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یوو، موږ یې په شدت غندو، موږ بیا هم د جګړې له ټولو خواوو غواړو چې د زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځیو امنیت په پام کې ونیسي."
نزهت وویل چې په افغانستان کې هره اوونۍ پر زده کوونکو او د معارف پر کارکونکو د حملو رپوټونه ور رسېږي.
هغې وویل چې د معارف کارکوونکي او زده کوونکي د جګړې او د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د فعالیت له امله تر جدي ګواښ لاندې دي.
د رپوټونو پر اساس، پرون سهار د اتو بجو په شااوخوا کې د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا پر ښوونځي راکټ ولګېد.
په دې حمله کې څلور زده کونکي وژل شوي او تر لسو زیات ښوونکي او زده کوونکي زخمیان دي.
 


د مطلب کود: 182382

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182382/د-پوهنې-وزارت-جګړې-ښکېلې-خواوې-دې-زده-کوونکو-او-ښوونځیو-امنیت-ته-پام-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com