کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د سېلاب او ورښت له امله د مړو شمېر ۳۵ ته رسېدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حمل 1398 ساعت 9:20

په افغانستان کې د سېلابونو او شدید باران له امله د مړو شمېر پنځه دېرشو ته لوړ شوی دی.



د چارواکو په وینا، د شدیدو سېلابونو له امله د خلکو کلي او کورونه تخریب یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت ویلي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په فاریاب، بلخ، بادغیس او هرات کې ډېرې سیمې تخریب شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې یوازې په بلخ کې سېلابونو او شدید باران تر درې زره زیات کورونه تخریب کړي دي.
په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ادارې مشر میر ګلاب الدین میري فرانس پرېس ته ویلي چې ډېرو سیمو ته د لارو د بندېدو له امله د مرستې مواد او درمل نه شي رسولای.
 


د مطلب کود: 182385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182385/په-افغانستان-کې-د-سېلاب-او-ورښت-له-امله-مړو-شمېر-۳۵-ته-رسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com