دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 182385
په افغانستان کې د سېلاب او ورښت له امله د مړو شمېر ۳۵ ته رسېدلی
په افغانستان کې د سېلابونو او شدید باران له امله د مړو شمېر پنځه دېرشو ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، د شدیدو سېلابونو له امله د خلکو کلي او کورونه تخریب یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت ویلي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په فاریاب، بلخ، بادغیس او هرات کې ډېرې سیمې تخریب شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې یوازې په بلخ کې سېلابونو او شدید باران تر درې زره زیات کورونه تخریب کړي دي.
په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ادارې مشر میر ګلاب الدین میري فرانس پرېس ته ویلي چې ډېرو سیمو ته د لارو د بندېدو له امله د مرستې مواد او درمل نه شي رسولای.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4iqsp2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته