دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 182409
کندهار والي د پنجوايي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وکتل
د يکشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات د پنجوايي ولسوالۍ له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره په ولايت مقام کي وکتل، چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړي هم ګډون کړی وو.

راغلو مشرانو خوښي وښودل، چي د کندهار لپاره وړ، په کار پوه او با تجربه والي په دنده ګمارل سوی او د ولس ستونزو ته رسيدګي کوي، هغوئ له خپلو اړخونو کندهار والي ته د چارو د لا ښه سمون په موخه د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
دغه راز هغوئ د پنجوايي ولسوالۍ اړوند په يو شمېر برخو کي د ستونزو يادونه هم وکړه او د هغه د حل په موخه يې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات له راغلو مشرانو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چي کندهار ته د خدمت لپاره راغلی او موخه يې يوازي او يوازي دې زورېدلي ولس ته خدمت کول دي.
همدارنګه ښاغلي حيات راغلو مشرانو ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چي ستونزه به مو د قانون په رڼا کي حلوي
 
https://avapress.com/vdcjy8evhuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته