دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 182436
افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پیاوړې کولو او زیاتوالي ټینګار وکړ
نن د افغانستان د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک کېږي او دا هوکړه لیکونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی پرانیزي.
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د دوست هیواد ازبکستان له لوړ پوړي اقتصادي پلاوي سره چې مشري یې د یاد هیواد د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي بدرالدین عابدوف کوله، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او زیاتوالي تر څنګ د ګمرکونو په چارو، نساجي، انرژۍ، کانونو، نفت او ګازو، ریل پټلۍ، سوداګري، ټرانزیټ، لوړو زده کړو او کرنې سکټورونو په تړاو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې بحث او خبرې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست نوموړي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وویل: په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان دوه اړخیزه اړیکې په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی او موږ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړي کېدو غوښتونکي یو. نوموړي زیاته کړه: نن د افغانستان د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک کېږي او دا هوکړه لیکونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی پرانیزي.
د مالیې وزارت سرپرست د ازبکستان لوري ته د افغانستان په شمالي سیمو کې د نفتو ژورو څاګانو کیندلو، د برېښنا انرژۍ تولید او وېشلو، سوداګرۍ او ټرانزیټ، خصوصي سکټور ته د سوداګرۍ او صنایع خونې له لارې د یاد هیواد د همکاریو غوښتنه وکړه. همدا شان نوموړي، د دوست هیواد ازبکستان له مرستو څخه هم مننه وکړه.
د ازبکستان د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال د خپل هیواد د نېکو پېرزوینو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، چې  هیواد یې د افغانستان حکومت له ټولو پالیسو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، افغانستان او ازبکستان له هر بل وخته دوستانه اړیکې لري او د پراختیا په حال کې دي. مخکني او د نن ورځې هوکړه لیکونه د دې خبرې ښکارندویه دي. نوموړي د خپل هیواد په استازولۍ یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو په دوام ډاډ ورکړ.
همدا شان په دې ناسته کې د یادو هوکړه شویو موضوعاتو ته د رسېدو په موخه د دواړو هیوادونو د پلاوو تخنیکي کاري ګروپونو هر اړخیز بحثونه وکړل.
د ناستې په پای کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjt8evmuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته