دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 182456
د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان د نساجي شرکتونو د بیا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولید په موخه د ازبکستان د نساجي صنایع د ټولنې له رئیس سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
د دې هوکړه لیک له مخې به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه به د ازبکستان هیواد په همکارۍ فعاله شي.

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان د نساجي شرکتونو د بیا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولید په موخه د ازبکستان د نساجي صنایع د ټولنې له رئیس ښاغلي الهام حیدروف، سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه به د ازبکستان هیواد په همکارۍ فعاله شي.
همداشان دواړو لوریو له خوا د پنبه دانې، د بلخ نباتي غوړیو او د هلمند بست تصدیو او د نساجي فابریکو د بیا رغونې په موخه شپږ میاشتنی تطبیقي پلان ترتیب شو. د یادو فابریکو د بیا رغونې سره به ۱۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې په مستقیم ډول او ۵۰۰۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs5b80rhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته