کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان د نساجي شرکتونو د بیا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولید په موخه د ازبکستان د نساجي صنایع د ټولنې له رئیس سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 9:14

د دې هوکړه لیک له مخې به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه به د ازبکستان هیواد په همکارۍ فعاله شي.



د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان د نساجي شرکتونو د بیا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولید په موخه د ازبکستان د نساجي صنایع د ټولنې له رئیس ښاغلي الهام حیدروف، سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه به د ازبکستان هیواد په همکارۍ فعاله شي.
همداشان دواړو لوریو له خوا د پنبه دانې، د بلخ نباتي غوړیو او د هلمند بست تصدیو او د نساجي فابریکو د بیا رغونې په موخه شپږ میاشتنی تطبیقي پلان ترتیب شو. د یادو فابریکو د بیا رغونې سره به ۱۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې په مستقیم ډول او ۵۰۰۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
 


د مطلب کود: 182456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182456/د-مالیې-وزارت-سرپرست-افغانستان-نساجي-شرکتونو-بیا-فعالولو-او-محصولاتو-تولید-په-موخه-ازبکستان-صنایع-ټولنې-له-رئیس-سره-هوکړه-لیک-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com