کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندي هوایی شرکتونه افغانستان ته خپل پروازونه درولی

12 حمل 1398 ساعت 10:27

هندي هوایي شرکتونو د پاکستان هوایي حریم د تړل پاتي کیدو له امله خپل پروازونه افغانستان ته درولي دي او دې هېواد ته الوتنې نه کوي.



د افغانستان د هوایي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده ویلي په دې وروستیو کې د پاکستان د هوایي حریم د تړل کیدو له امله د افغانستان اقتصاد ته اته میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی.
له دې مخکې د اریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر د الوتنو ترڅنګ، ایرانډیا او اسپایس هندي هوایي شرکتونو هم په اونۍ کې څو ځلې د ډهلي او کابل ترمنځ الوتنې کولې.
د پاکستان د هوایي حریم د تړل کیدو له امله د افغان هوایي شرکتونو الوتنې هندوستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته د اېران له هوایي حریم څخه ترسره کیږي.
د دغوهوایي کرښو د تړل کیدو له امله د الوتنو د تکټونو بیې خورا زیاتي لوړې شوې دي او په واټن کې هم خورا زیات تغیر رامنځته شوی دی.
 


د مطلب کود: 182464

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182464/هندي-هوایی-شرکتونه-افغانستان-ته-خپل-پروازونه-درولی

آوا
  https://www.avapress.com