دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 182464
هندي هوایی شرکتونه افغانستان ته خپل پروازونه درولی
هندي هوایي شرکتونو د پاکستان هوایي حریم د تړل پاتي کیدو له امله خپل پروازونه افغانستان ته درولي دي او دې هېواد ته الوتنې نه کوي.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده ویلي په دې وروستیو کې د پاکستان د هوایي حریم د تړل کیدو له امله د افغانستان اقتصاد ته اته میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی.
له دې مخکې د اریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر د الوتنو ترڅنګ، ایرانډیا او اسپایس هندي هوایي شرکتونو هم په اونۍ کې څو ځلې د ډهلي او کابل ترمنځ الوتنې کولې.
د پاکستان د هوایي حریم د تړل کیدو له امله د افغان هوایي شرکتونو الوتنې هندوستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته د اېران له هوایي حریم څخه ترسره کیږي.
د دغوهوایي کرښو د تړل کیدو له امله د الوتنو د تکټونو بیې خورا زیاتي لوړې شوې دي او په واټن کې هم خورا زیات تغیر رامنځته شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcaiun6y49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته