دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 182467
یو روغتیایی مرکز په پکتیا کې د ناپيژانده وسله والو له لوری له منځه یوړل شو
پکتیا برمل ولسوالی اوسیدونکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې ناپیژانده وسله وال یو روغتیایی مرکز له منځه وړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، پکتیا برمل ولسوالی ځینی اوسیدونکې، رسنیو سره په اړیکه کې وایی چی تیره شپه یو کلینیک په دی ولسوالی کې د چاودیدونکو توکو په وسیله د ناپیژانده وسله والو له لوری په پوره توګه له منځه وړل شوی.
ددی ولسوالی اوسیدونکې ددی پیښی عاملینو پیژانده او مجازاتو غوښتونکې شوی دی.
پکتیا رسمی سرچینی تردی دمه په دی اړه څه نه دی ویلی.
طالبان هم تراوسه ددی صحی مرکز تخریب مسؤلیت نه رد کړی او نه تایید؛ خو طالبان ادعا کړی چی موږ روغتیایی مرکزونو او ښوونځیو باندی کار نه لرو.
 
https://avapress.com/vdcd9x0f5yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته