کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپیو: د داعش ډلې د خراسان څانګه اوس هم د افغانستان امنیت ګواښوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 10:45

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې، د افغانستان په ګډون د سیمې په ځینو هیوادونو کې اوس هم د داعش اورپکي فعالیت لري.



مایک پمپیو تیره ورځ واشنګټن کې د ملي څیړنو مؤسسه کې د وینا پر مهال وویل چې، د دې سربیره چې داعش په عراق او سوریه کې ماتې خوړلي خو دغه ډله اوس هم د افغانستان په ګډون د سیمې نورو برخو کې هم فعال دی.
همدارنګه نوموړي وویل: «داعش یوازې منځنی ختیځ نه ګواښوي، بلکې افغانستان هم اوس مهال د دې ډلې له ګواښ سره مخ دی. که څه هم داعش په منځني ختیځ کې ماتې و خوړه، خو بیا هم نورې ترهګرې ډلې لکه القاعده او النصره په دغه سیمه کې فعالې دي.»
نوموړي وویل، د داعش ډلې خراسان څانګه اوس هم د افغانستان امنیت لپاره ګواښ بلل کیږي.
په ورته حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د لومړي ځل لپاره پریکړه لیک تصویب کړ چې پکې له غړو هېوادونو غوښتل شوي د ترهګرو ملاتړي سرچینې بندې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وویل چې، افغانستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې د باور وړ نړیوال شریک دی او د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه هېواد هڅې باید د ملګرو ملتونو له لوري په په رسمیت وپېژندل شي.
عادله راز وویل: «د ترهګرو د مالي تمویلونکو سرچینو مخنیوی د افغان دولت د تر هګرۍ ضد ستراتیژۍ برخه ده. زمونږ د امنیت شور ا د دې ستراتیژۍ د پلي کولو په پار د نړیوالو هڅو رهبري کوي. مونږ داسې شورا رامنځته کړې چې په هغه کې لویه څارنوالي، ماليې وزارت او امنیت شورا ګډون لري. دا شورا به د قانون په چوکاټ کې د تورو پیسو د سپینولو او ټولو هغو فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې فعالیت وکړي چې له مخې یې ترهګر له مالي اړخه تمولیږي.»
د نوموړې په وینا تېر کال د ترهګرو د مالي سرچینو او مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه ۳۰۰۰ فعالیتونه ترسره شول، چې له امله یې د ځینو خارجي اتباعو په ګډون ۳۵۰۰ تنه ونیول شول او محکمې ته وسپارل شول.
 


د مطلب کود: 182469

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182469/پمپیو-د-داعش-ډلې-خراسان-څانګه-اوس-هم-افغانستان-امنیت-ګواښوي

آوا
  https://www.avapress.com