کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد د سولې لپاره د پلاوي پر ټاکلو خبرې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 14:04

د سولې د خبرو په لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان حکومت څخه وغواړي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره هر اړخیز پلاوی وټاکي.



د قطر غونډې ته تلونکي کسان وايي؛ خلیلزاد به حکومت ته قناعت ورکړي، چې د قطر راتلونکې خپلمنځي غونډې ته یو هر اړخیز پلاوي وټاکي.
افغان حکومت هم له طالبانو سره د خبرو لپاره له سیاستوالو سره سلا مشورې پیل کړې دي.  
اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله وایي؛ د سولې په اړه ټولې هڅې باید له ټولو سره شریکې او همغږي وي، چې د افغانستان د خلکو غږ د سولې په بهیر کې تمثیل شي. په دې اړه مشورې روانې ساتل شوي، چې وکولی شو خپلې هڅې ورسره همغږې کړو.  
که څه هم افغان حکومت په قطر کې د افغانانو په خپلمنځي غونډه کې د ګډون بلنیک تر لاسه کړی؛ خو تر اوسه حکومتي پلاوی ندی ټاکل شوي.
ښاغلي عبدالله په ډاګه کړې،چې د قطر له یوه انستیتیوت څخه یې د سولې په خبرو کې د ګډون غوښتنلیک تر لاسه کړی؛ خو په وینا يې د ګډون په اړه به یې په کابل کې له سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړي.
د کابل پخوانی والي احمد الله علیزی وایي؛ حکومت وړاندیز کړی، چې د قطر ناسته دې له مشورتي لویې جرګې وروسته تر سره شي؛ خو مونږ وویل، چې نه! اول باید ناسته تر سره شي او بیادې د ناستې پایله د هوکړې لپاره جرګې ته وړاندې شي.  
قطر ته تلونکي د سیاستوالو پلاوی وايي؛ له حکومت څخه یې غوښتي، چې د قطر په جوړیدونکې غونډه کې دې د خبرو د یوه اړخ په توګه نه، بلکې د افغانستان د پلاوي په ترکیب کې ګډون وکړي.
د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې به د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالب استازیو سره په قطر کې د شپږم پړاو خبرې پیل کړي.
ویل کیږي، چې د اپریل پر شپاړسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي غونډه جوړیږي.
سیاسي مخکښ نظر محمد مطمئین وایي، چې د افغانانو له ناستې مخکې امریکایان له طالب استازیو سره خبرې کوي. که دغه ناسته مثبته پایله ولري؛ نو د افغانانو تر منځ د خبرو پایله به هم مثبته وي.
افغان سیاستوال وايي، چې د سولې د روانو هڅو په اړه د حکومت په دریځ کې د تېر په پرتله نرمښت راغلی او دا تمه ښيي، چې حکومت به خپل پلاوي د افغانستان د پلاوي په ترکیب کې ورګډ کړي او له وسلوالو طالبانو سره به د دوحې په خبرو کې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 182487

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182487/زلمی-خلیلزاد-د-سولې-لپاره-پلاوي-پر-ټاکلو-خبرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com