د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اروپا ته له سفر وروسته؛ نن دوشنبه افغانستان ته راستون شو تر څو د بین الافغاني خبرو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
خلیلزاد اروپا ته له سفر وروسته؛ افغانستان ته راستون شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 15:48
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اروپا ته له سفر وروسته؛ نن دوشنبه افغانستان ته راستون شو تر څو د بین الافغاني خبرو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
خلیلزاد په ټویټ کې لیکلي: « خوشاله یم چې بیا کابل ته راغلم. سهار مې د ولسمشر د دفتر ریس رحیمي او د ولسمشر ځانګړي استازي داودزي په شمول د افغان سولې بهیر لپاره د افغان حکومت د مسؤلو چارواکو په لیدنه پیل کړ. مونږ د بین الافغاني مذاکراتو په اړه د بیړني او اړین پرمختګ په اړه خبرې وکړې.»
لدې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې، زلمی خلیلزاد کابل ته راځي تر څو د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو د پرمختګ په اړه سلا مشورې وکړي
د مطلب کود: 182495