دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 182496
په ننګرهار کې د داعش ډلې ۱۰ مرکزونه ویجاړ شوي او ۱۵ داعش اورپکي وژل شوي
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۱۵ داعش اورپکي وژل شوي.

دننګرهار ولايت دملى امنيت مطبو عاتي دفتر وویل چې، تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي برسنګاني په سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی ۱۰ فعال مرکزونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
د یاد ولایت د ملي امنیت د مطبوعاتي دفتر په ټکو، په عملیاتو کې ګڼ شمیر وسلې او مهمات د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي،چې په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان ندي اوښتي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf10dyvw6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته