کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د داعش ډلې ۱۰ مرکزونه ویجاړ شوي او ۱۵ داعش اورپکي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 15:53

د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۱۵ داعش اورپکي وژل شوي.



دننګرهار ولايت دملى امنيت مطبو عاتي دفتر وویل چې، تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي برسنګاني په سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی ۱۰ فعال مرکزونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
د یاد ولایت د ملي امنیت د مطبوعاتي دفتر په ټکو، په عملیاتو کې ګڼ شمیر وسلې او مهمات د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي،چې په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان ندي اوښتي.
 


د مطلب کود: 182496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182496/په-ننګرهار-کې-د-داعش-ډلې-۱۰-مرکزونه-ویجاړ-شوي-او-۱۵-اورپکي-وژل

آوا
  https://www.avapress.com