کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاخوا ۹،۳ میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې د روان کال په لومړي سرتاسري کمپاین کې واکسین کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 حمل 1398 ساعت 16:31

په دې پنځه ورځیني کمپاین کې چې ددې اونی تر جمعې ورځې پورې دوام مومي، شاخوا ۹،۳ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې د هیواد ۳۱ ولایتونو کې واکسین کیږي. په دایکندي، بامیان او غور ولایتونو کې د سړې هوا له وجې د کمپاین دغه پړاو، نه پلي کیږي.


 د روان کال د پولیو واکسین سرتاسري کمپان نن دعامې روغتیا وزیر لخوا په لاره واچول شو. په دې پنځه ورځیني کمپاین کې چې ددې اونی تر جمعې ورځې پورې دوام مومي، شاخوا ۹،۳ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې د هیواد ۳۱ ولایتونو کې واکسین کیږي. په دایکندي، بامیان او غور ولایتونو کې د سړې هوا له وجې د کمپاین دغه پړاو،  نه پلي کیږي. 
همداراز ددې کمپاین په بهیر کې د شپږ میاشتنۍ نه تر پنځه کلنی پورې شاوخوا ۸،۴ میلیونه ماشومانو ته ویټامین A ورکول کیږي. ویټامین په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې، شب کوري او شري (سرخکان) پیښې راټیټوي.
دغه کمپاین په داسې حال کې په لاره اچول کيږي چې په دې وروستیو کې د پولیو یوه بله مثبته پيښه د ارزګان ولایت د شهید حساس ولسوالی څخه راپور شوه چې له امله یې  له بده مرغه دڅه باندې دوه کلن هلک ماشوم د تل لپاره فلج شو. په دې سره په روان زیږدیز کال د پولیو د مثبتو پيښو شمیر ۳ پيښو ته ورسید. مخکې له دې نه دوه نورې پيښې د کندهار ولایت څخه راپور شوې وي.
دعامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز ددې کمپاین د اهمیت په باب تاکید وکړ او د هیواد  د ټولو وګړو څخه یې غوښتنه وکړه چې په یوه ټولیزه خوزښت کې ددې ناروغۍ په له منځه وړلو کې د روغتیايي کارکوونکو سره مرسته وکړي.
دعامې روغتیا وزیر وویل: " دا په روان زیږدیز کال کې لومړنی ملی او سرتاسری د پولیو ضد کمپاین دی، خو مونږ په دې بسنه نه کوو. کله چې واکسیناتوران کورنیو دروازې ټکوي، کورني باید د پنځو کالو ټول کم عمره ماشومان که هغه ناروغ، ویده، میلمه، نوي زیږیدلی یا له کوره بهر په لوبه کې وي، د واکسین کولو لپاره یې حاضرکړي او هغوی ددې لاعلاجه ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ډاکتر پيپر کورن د نړۍ په کچه د پولیو د له منځه وړلو په هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل: د عامې روغتیا په تاريخ کې بشریت د یوې سترې لاسته راوړنې په درشل کې دی چې هغه د پولیو له منځه وړل دي. افغانستان کولای شي چې پولیو د نړی لپاره ختمه کړي، نو له دې امله باید د یو بل سره ټنګه همکاري وکړو، خپل بې پرې توب وساتو، د ټولنې ټولو پرګنیو سره کار وکړو و خپله موخه په ګډه سره ترلاسه کړو.
د افغاستان لپاره د یونیسف ادارې د پولیو څانګې مسئولې میرمن  لورانس د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د یوه ټولیزه خوځښت او د عامه پوهاوي په اهمیت ټینګار وکړ  او ویې ویل: د تیر کال د آګیست میاشتې په سرتاسري کمپاین کې څه باندې ۴۰ زره ماشومان د بیلابیلو دلایلو له وجې د واکسین څخه بی برخې پاتې شول او دغه شمیر د نه لاسرسی له امله لوړ شو. د پولیو د له منځه وړلو پروګرام خپلې هڅې یې زیاتې کړې ترڅو په بیړنيو پلانونو په پلې کولو سره د هیواد ټولو ماشومانو ته لاسرسی پیدا کړي. مونږ د خپلو ټولو کاري شرکاوو نه غواړو چې په ګډه په دې برخه کې کار وکړي او د واکسیناتورانو لاسرسی د هیواد هر ماشوم ته په هرګوډ کې د امکان وړ وګرځوي.
پولیو یوه نه درملیدونکي ناروغی ده او ماشومان د تل لپاره فلج او معیوب کوي. یوازنی لاره چې کولای شو خپل ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې خوندي کړو، هغه د کمپاین په هر پړاو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین دوه څاڅکي  ورکول تر پنځه کلنی پوره پورې د کمپاین په هر پړاو کې نه یوازې ماشومان ددې ناروغی په وړاندې دهغو د بدن د معافیت او مقاومت لوړیږي، بلکه ددې لارې ټولنه او سیمه هم د پولیو د ویروس څخه پاکه کیږي.
دعامې روغتیا وزارت کاري شرکاوو ددې ترڅنګ چې د پولیو په له منځه وړلو ټینګار وکړ، خپلې ژمنې یې روزمره واکسیناسیون پر غښتلي کولو بیا تازه کړي او څرګند کړ چې روزمره واکسیناسیون ته لاسرسی، د دوامداره پراختیايي موخو، د بیوزلی کمښت او نړیوال روغتیايي پوښښ لپاره خورا زیات اهمیت لري. 
د پولیو واکسین خوندی او غیزمن دی و هیڅ ډول جانبي منفی عوارض نه لري. دغه واکسین دينی مشهوره عالمانو لخوا په ملي او بین المللی کچه تائید شوی دی او ورکول یې ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر حتمي او ضروري بللی
 


د مطلب کود: 182501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182501/شاخوا-۹-۳-میلیونه-ماشومان-د-پولیو-په-وړاندې-روان-کال-لومړي-سرتاسري-کمپاین-کې-واکسین-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com