کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې ځانمرګو بریدونو ۷ تنه پلان جوړوونکې وژل شوی

12 حمل 1398 ساعت 21:55

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه په هملند ولایت کې د پولیسو د ځانګړې قطعې سرتیرو د ځانمرګو بریدونو ۷ پلان جوړوونکي وژلي دي، د بمونو ډک یو موټر یې شنډ کړی او زیاته اندازه جنګي مهمات‌یې هم ترلاسه کړي دي.



د کورنیو چارو زورات د خبر پاڼې له مخې دغه د ځانمرګو بریدونو پلانونکي یې تېره شپه د نهرسراج ولسوالۍ په شورکي سیمه کې د انتحاري برید کوونکو د روزنې په یوه مرکز د برید په پایله کې له منځه وړي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د انتحاري بریدونو د دغو ۷ پلان جوړونکو په وژنې سربېره افغان پوځیانو له بمونو ډک یو موټر هم شنډ کړی او زیاته اندازه جنګي مهمات‌یې هم ترلاسه کړي.
وسله‌والو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې اعلامیې او ادعا په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.
 


د مطلب کود: 182522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182522/په-هلمند-ولایت-کې-ځانمرګو-بریدونو-۷-تنه-پلان-جوړوونکې-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com