دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 182551
لوګر ولایت کې د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شو
د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.

د لوګر د پوهنې د ریاست ویاند شاه‌پور عرب په دی اړه رسنیو ته وویل، د نویو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو سربېره په ۲۶ مکتبونو کې د څښلو د اوبو څاګانې هم کېندل کېږي.
د نوموړي په خبره د دې پروژې لګښت ۳۲۸ میلیونه افغانۍ دی چې د کلیوالي پیوستون د پروګرام له‌خوا ورکول کېږي.
د لوګر چارواکي وايي، دا مهال د دې ولایت له ۳۰۷ ښوونځیو څخه ۱۱۴يې ودانۍ نه‌لري.
 
https://avapress.com/vdchminzz23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته