دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 182554
دفاع وزارت: تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۷۴ طالب وسله وال وژل شوی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې یې د چاڼیزو عملیاتو،کومانډویي دندو او هوایي حملو پر مهال ۷۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د دښمن د ځپلو په موخه دغه عملیات د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ترسره شوي او پرمهال یې د طالبانو سنګرونه، د هغوی د وسلو او مهماتو د پټن ځایونه او نقلیه وسایط له منځه وړل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دغو عملیاتو پر مهال  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم د سر زیانونه اوښتي خو کره شمېره یې نه ده ښوولې.
 
https://avapress.com/vdcamun6y49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته