دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۱۵
د مطلب کود : 182617
ولسمشر غنی د ځینو سیاسی او جهادي شخصیتونو په حضور کې خلیلزاد سره غږیدلی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه د حمل ( وري) په ۱۴ مه ، د هېواد د یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو په حضور کې، د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په روانو هڅو غږیدلی دی.

د ارګ له لوري د خپرې خبر پاڼې په حواله، په دغې ناسته کې:”د هېواد جهادي او سیاسي شخصیتونو د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري، نظریات او اندېښنې شریکې کړې او پر راتلونکو اقداماتو یې مفصل بحثونه وکړل. په پام کې ده چې دغه ناستې به په راتلونکو ورځو کې دوام ولري”.
 
https://avapress.com/vdca6un6049nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته