دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۲۲
د مطلب کود : 182618
طالبان: قطر کې افغانانو ترمنځ جوړیدونکې کنفرانس کې ددوی مذاکراتي ټیم سربیره نور مشران هم ګډون کوی
طالبان وایي، د رواني میلادي میاشتې په نیمایي کې د قطر هیواد په مرکز دوحه کې د افغانانو ترمنځ په جوړیدونکي کنفرانس کې، به د دوی د مذاکراتي ټیم سربیره څوتنه نور مشران هم ګډون وکړي.

طالبانو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دغې ناستې ته چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې جوړه شي، د دوی لوړ پوړی پلاوی ورځي.
په اعلامیه کې راغلي:” لکه څرنګه چې ټول هیوادوال خبر دي، د رواني میلادي میاشتې په نیمایي کې د قطر هیواد په مرکز دوحه کې د افغانانو ترمنځ یو کانفرانس جوړیدونکی دی، په دې کانفرانس کې به د اسلامي امارت لوړرتبه پلاوی هم شرکت کوي”.
دا په داسې حال کې دی چې د افغان سولې په اړه د قطر مرکز دوحې ښار کې، دې جوړیدونکي کنفرانس ته د افغانستان حکومت هم ور بلل شوي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس، کابل کې د دوشنبې په ورځ د حمل (وري) ۱۲مه خبریالانوته ویلي و :”په قطر کې د یوه انسټټیوټ له‌خوا یو بلن‌لیک رالېږل شوی دی. هغوی یو شمېر خلک غوښتي. که په‌دې اړه تصمیم نیول کېږي چې په راتلونکو کنفرانسونو کې ګډون وشي په هغې اړه به په افغانستان کې دننه تر مشورو وروسته نهايي پرېکړه وشي.”
 
https://avapress.com/vdcb85b8wrhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته