دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 182634
ټرمپ په افغانستان کې روانه ۱۹کلنه جګړه بدمرغي بللې
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ناټو له عمومي سر منشي ینس سټولټبرګ سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خوشبیني ښودلې ده.

ډونالد ټرمپ، د تېرې سې شنبې په ماښام د «اپریل پر ۲مه» په سپینه ماڼۍ کې له سټولسټنبرګ سره لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.
ټرمپ په افغانستان کې د مثبتو ګامونو اخیستل کېدو خبر ورکړی او د تر سره شوو پرمختګونو په اړه یې خوښي ښودلې ده.
نوموړي د دې ترڅنګ په افغانستان کې د نژدې دوو لسیزو جګړه یوه بدمرغي بللې ده.
ښاغلي ټرمپ ویلي:" امریکا په افغانستان کې د اوسني کړکېچ د ختمولو په هدف له خپلو ملګرو سره مهم ګامونه پورته کړي دي، په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونه جګړه چې اوس هم روانه ده بدمرغه او د مسخرې وړ ده، خو اوس په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستل کېږي چې پایلو ته یې په تمه یو".
په دغه ناسته کې د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې د روانو هڅو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
ښاغلی سټولټنبرګ ویلي:" دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو او جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو له روانو هڅو څخه ملاتړ وشي او موږ له دغو هڅو څخه ملاتړ کوو".
دا په داسې حال کې ده ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په واشنګټن کې د دغه ایتلاف د ۷۰ یمې کالیزې لمانځلو په مراسمو کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغان سولې او په افغانستان کې د خپل ماموریت په هکله هم خبرې وکړي.
ټرمپ پر داسې مهال په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه خوشبیني ښيي چې دغه هېواد په دې وروستیو کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه هڅې زیاتې کړي دي.
امریکايي استازو د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه ځله له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjt8evxuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته