دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 182649
په کابل او ننګرهار کې له داعشیانو سره د همکارۍ پرتور ۱۶ کسان نیول شوي
د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په کابل او ننګرهار ولایتونو کې له داعش سره د همکارۍ پر تور د ۱۶ کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کسان په دوه بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي؛ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې یوه شپږ کسیزه ډله، چې په ټولنیزو رسنیو( فیسبوک، تویتر، انستاگرام  او تیلگرام) کې یې پر سلګونه مستعارو او جعلي نومونو د داعشیانو په ملاتړ آسانتیاوې برابرولې نیول شوي او دوه یمه لس کسیزه ډله په ننګرهار ولایت کې نیول شوې ده.
دغو کسانو په ننګرهار ولایت کې د ورانکارو هڅو تر څنګ د شخصیتونو د ترور، د وسلو او مهماتو، چاودیدونکیو توکو او د داعشیانو د کورنیو په لیږد رالیږد کې لاس درلود.   
دغه لس کسیزه ډله د ۱۲۵۰۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت د لیږدولو پر مهال نیول شوې ده.
دمګړۍ داعشیان د هېواد په ختیځو او شمالي سیمو کې پراخ نفوذ لري او د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې هم د یو شمېر بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfj0dy1w6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته