دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 182660
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو د نوي نورم پلي کیدو په اړه د مالیې وزارت خبرپاڼه
یاده پالیسۍ د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو د تنظیم تګلاره روښانوي دا پالیسۍ د معاشونو د ورکړې بېلابیل سیستمونه له هر اړخیز مرور او همداشان د معاشونو لګښت ته په کتو چې مالي ثبات لپاره ګواښ وو، تنظیم شوې ده.

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو د مدیریت پالیسۍ، د مالیې وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څخه جوړې ګډې کمېټې له لوري ترتیب او د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له لوري په پرنسیپ کې تائید شوه او هدایت یې ورکړ چې د یادې پالیسۍ غني کیدو لپاره د نورو ادارو نظرونه هم واخیستل شي. اوس مهال مالیې وزارت نظرونه او وړادیزونه راټولوي او له اړوندو ادارو سره له نږدې د دې پالیسۍ د تطبیقي پلان په موخه کار کوي.
یاده پالیسۍ د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو د تنظیم تګلاره روښانوي دا پالیسۍ د معاشونو د ورکړې بېلابیل سیستمونه له هر اړخیز مرور او همداشان د معاشونو لګښت ته  په کتو چې مالي ثبات لپاره ګواښ وو، تنظیم شوې ده.
هغه موخې چې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو مدیریت پالیسۍ یې تعقیبوي په معاشونو کې یووالی، د موازي سیستمونو منحلول، د وړو کسانو ساتنه، د دولتي تشکیلاتو په چوکاټ کې د متخصصو او مسلکي کسانو جذب، د قراردادي (NTA) کارکوونکو کموالی، د بیوزلۍ له خط څخه د ټیټ رتبه کارکوونکو وتل، د مرسته کوونکو هیوادونو له لوري د مرستو د کموالي په صورت کې د مالي ثبات له مدیریت څخه عبارت دي. همداشان یاده پالیسۍ د اجرااتو او هڅونې تر منځ تعادل، د کار بازار ته په کتو سره د معاش ورکړه، له ثبات او مالي پایدارۍ سره  د دندو ساتنه، د بودیجې او تشکیل څخه د معاشونو ورکړې ته زمینه برابروي.
د دې پالیسۍ د پلي کیدو لپاره، د مالیې وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون څخه د معاشونو د تنظیم لپاره ګډه کمېټه جوړه او وروسته بیا د غوښتنو راټولو، د ملکي کارکوونکو د معاشونو د وړاندوینې موډل ساتلو او د معاشاتو د نویو تدابیرو لکه کدري او لیاقت ته په کتو سره د امتیاز ورکړې په موخه د یادو ادارو د کارکوونکو په کچه تخنیکي کمېټه جوړیږي او خپل فعالیتونه به پر مخ وړي او په پایله کې به له پلي کیدو وروسته چې درې کال په وخت ونیسي د ملکي خدمتونو د مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکو شمېر به مشخص شي.
د یادې پالیسۍ د پلي کیدو په پروسه کې به ځینې موارد لکه د کارکوونکو بایومیتریک، د اسنادو ارزونه، د لیاقت او شایستګي ازموینه، بستونو پورې اړوند د وړتیاوو ارزونه او ځینې نورې ځانګړې برخې به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لوري په پام کې ونیول شي.له هغه ځایه چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو مدیریت د پالیسۍ پلي کیدو لپاره زیات وخت ته اړتیا وه، د مالیې وزارت رهبرۍ د یادې پالیسۍ د اساسي موخو په مطابقت سره ، د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې او د ولسمشرۍ عالي مقام له منظورۍ وروسته د معاشونو په ورکړه کې یووالی، د قراردادي کارکوونکو په شمېر کې کموالی، د وړو کسانو ساتنې او یو شمېر نورو مواردو په موخه د خپلو مرکزي او ولایتي کارکوونکو په معاشونو کې د لاندې اصولو له مخې اصلاحات پلي کړل تر څو د یادې پالیسۍ د پلي کیدو لپاره یو مناسب بستر را منځته شي.
 
د مالیې وزارت د معاشونو په بودیجه کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی؛
د مالیې وزارت د مقاماتو ) وزیر، مرستیالان، لوی رئیسان، د دویم بست رئیسان او هغه کارکوونکي چې د (NTA) پروګرام له لارې ګمارل شوي دي( په معاشونو کې کموالی راغلی او په معاشونو کې یې یووالی راغلی چې له دې لارې د ټیټ رتبه کارکوونکو په معاشونو کې زیاتوالی راغلی او همداشان د مالیې وزارت په قراردادي کارکوونکو (NTA) کې چې لوړ معاشونه به یې اخیستل ۵۳ سلنه کم والی راوستی او په پام کې ده چې په راتلوونکي کې د دې کارکوونکو شمېره صفر ته را ټیټه شي؛ یاد موارد د دې باعث شول چې د مالیې وزارت د لوړ رتبه او ټیټ رتبه کارکوونکو په معاشونو کې بدلون راشي او د یادو اصلاحاتو په پلي کې سره چې کومې پیسې سپما شوی ( د ۳۰۰ میلیونه افغانيو څخه غیر) د یو مشخص میکانیزم او منل شویو معیارونو له مخې د ټیټ رتبه مامورینو په معاشونو باندې وویشل شوې چې د مالیې وزارت د ټیټ رتبه کارکوونکو په معاشونو کې د پام وړ زیاتوالی راغی او همداشان د مالیې وزارت د معاشونو په بودیجه کې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ سپما هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا به د مالیې وزارت د ۲۵ سلنې کارکوونکو معاشونه به د دې وزارت له خپلې بودیجې څخه ورکول کیدل او پاتې نورو به یې له پراختیایې پروژو او یا هم په مستقیم ډول له بهرنیو تمویلونکو څخه اخیستل. بناء په مالیې وزارت کې د معاشونو د اصلاحاتو پروګرام، د کابینې له لوري د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو مدیریت پالیسۍ له تصویب او د دې پالیسۍ د عملي پلان تر نهایې کولو پورې، د اجراء وړ ده او د یادې پالیسۍ له تصویب وروسته به د نورو ادارو په شان په مالیې وزارت کې هم د پلي کیدو وړ وي.
اوس مهال مالیې وزارت چمتو دی چې د یادو اصولو په پام کې نیولو سره د ملکي خدمتونو د معاشونو د مدیریت پالیسۍ، هره دولتي اداره چې د معاشونو د ورته میکانیزم د پلي کیدو غوښتونکي وي همکاري وکړي او په دې برخه کې خپلې تر سره شوې تجربې له دوی سره شریکې کړي. خو د یادې پالیسۍ له تصویب وروسته به د دریو راتلوونکو کلونو په موده کې په ټولو ادارو کې په پوره ډول پلي شي تر څو په دولتي ادارو کې په واقعي توګه شایسته سالاري تامین شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqrazut1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته