د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملي امنیت رياست په همکارۍ ۳۷ تنه د دولت وسلهوال مخالفين چې ۲۶ تنو يې د اسلامي امارت او ۱۱ تنو يې د داعش وسلهوالې ډلې سره تړاو درلود د سولې پروسې سره یو ځای شوي.
ننګرهار کې ۳۷ تنه دولت مخالف وسله وال سولې پروسی سره یوځای شول
15 حمل 1398 ساعت 16:42
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملي امنیت رياست په همکارۍ ۳۷ تنه د دولت وسلهوال مخالفين چې ۲۶ تنو يې د اسلامي امارت او ۱۱ تنو يې د داعش وسلهوالې ډلې سره تړاو درلود د سولې پروسې سره یو ځای شوي.
په همدی برخه کې یو ناسته ترسره شوی چی وسله وال خپل کارونو باندی اعتراف کړی او خپل کار څخه نارضایتی ښودلی.
پهدې خبري ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې اوس مهال د ننګرهار ولایت له دوو ولسوالیو پرته نورې ټولې سیمې د دولت وسلهوالو مخالفينو له شتونه پاکې شوي.
نوموړي وویل چې په پام کې ده پاتې سیمې هم له وسلهوالو پاکې کړي:
"دا نن چې کوم کسان تسلیم شوي پهدې کې ۲۶ تنه طالبان وو او ۱۱ تنه داعش سره وو، دوی خپلې وسلې هم وسپارلې او اوس زه په ډاډ سره ویلی شم چې له دوو ولسوالیو شېرزاد او حصارک نه پرته نور ټولې سیمې له وسلهوالو پاکې شوي او د دې ولسوالیو د پاکول په پام کې لرو."
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د جلالاباد په ښار کې د وروستیو هدفي وژنو په تور یو شمېر تورن کسان هم نيولي چې اوس مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.
د مطلب کود: 182663