دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 182674
بالامرغاب کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوي
په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کې ۱۳ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان دي.

د ولایتي شورا رییس، عبدالعزیز بیګ وايي طالبانو تېره شپه(چهارشنبې د وري په ۱۵مه نېټه) یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر پوستونه بریدونه کړي او افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ښاغلی بیګ وايي طالبانو یو شمېر افغان سرتېري نیولي هم دي.
دی زیاتوي د امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د کنډک ودانیو پرته، د بالامرغاب ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو لاسته لوېدلې.
د ولایتي شورا رییس وايي په بالامرغاب ولسوالۍ کې کابو ۵۰۰ امنيتي ځواکونه مېشت دي او که مرستندویه ځواک ورونه رسیږي، نو په دې ولسوالۍ کې به ناورین رامنځته شي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو بالامرغاب ولسوالۍ د نښتې په سیمه کې ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې مخنیوي له کبله تکتیکي شا تګ کړی دی.
یاد وزارت زیاتوي چې سیمې ته مرستندویه ځواک رسېدلی او سخته نښته روانه ده.
خو یو شمېر سرچینې وايي افغان ځواکونه لا هم د هوايي او تازه دمو ځواکونو په تمه دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5x0foyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته