دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 182675
د امریکا کانګرس ته له افغانستانه د ځواکونو د وتو طرحه وړاندې کيږي
دوه امریکایي سناتوران به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د مسوولانه وتلو طرحه د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړي.

دا طرحه امریکایي سناتوران جیم بنکس او لیز چېني وړاندې کوي.
دې لایحې ته یې  «له خوندي افغانستان د ډاډ لایحې» نوم ورکړی دی.
موخه داده چې که افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ۱۰ زرو سرتېرو کمېږي، نو له وړاندې باید ځېنو برخو کې تضمین وي.
دا امریکایي سناتوران وایي، هر امریکایی غواړي چې یوه ورځ یې سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي، خو د دوی په خبره له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل باید مسوولانه وي، داسې نه چې یوه داسې هوکړه وي چې لنډ وخت لپاره د امریکا د ملي امنیت نه ګواښلو ډاډ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو پر طرحي هم خبرې شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefw8znjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته