دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۱۰
د مطلب کود : 182679
ملي امنیت د داعش ترهګرې ډلې خواله رسنیو شپږ فعالین په کابل ښار او ۱۰ تنه نور غړي په ننګرهار کې نیولی دی
د افغانستان ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د داعیش ترهګرې ډلې د خواله رسنیو شپږ فعالین په کابل ښار او د دغې ډلې ۱۰ تنه نور غړي په ننګرهار کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت د رسنیو مسول حارث جبران د رسنیو سره په خبرو کې تائید کړې چې د داعش ترهګرې ډلې د خواله رسنیو شپږ فعالین یې کابل ښار کې د ځانګړو عملیات پر مهال نیولي دي.
ښاغلي جبران زیاته کړه چې دغه نیولي شوي کسان په داعش ډله پورې تړلي او په خواله رسنیو  لکه فیسبک، ټویټر، انسټاګرام او تیلګرام کې یې د دغې ترهګرې ډلې په ګټه خپرونې پر مخ بیولې.
ده وویل:” د دغو نیول شوو خلکو دنده دا وه چې د داعش تروریستي ډلې په ګټه  په ټولنیزو رسنیو کې پراخ تبلغات وکړي، تر څو له دغې لارې نور ځوانان یادې تروریستي ډلې ته ور و بولي”.
جبرن دا هم وویل چي د افغانستان ملي امنیت په ننګرهار ولایت کې ۱۰ کسه نور داعشیان هم نیولي چې په دغو ولایت کې د داعش د بمي بریدونو، د وګړو د ترورولو، د دغې ډلې د غړو او مهماتو د لیږلو پرخه کې یې فعالیت کاوه.
 
https://avapress.com/vdciyraz3t1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته