دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 182694
په بالامرغاب کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه
بادغیس ولایت څخه سیمه ایز ریپورتونه وایی چی طالبان د بالامرغاب ولسوالی پولیسو قوماندی مقر سیمې نږدی ته رسیدلی او دا ولسوالی پریښودلو لپاره امنیتی ځواکونو ته اخطارونه ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، قاضی عبدالرحیم رحیل؛ د نمایندګانو مجلس غړۍ د بادغیس ولایت څخه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وایی چی بالامرغاب ولسوالی جنګی وضعیت ځانته نیولی او طالبان ددی ولسوالی پولیسو قوماندانی ته نږدی شوی او امنیتی ځواکونو ته اخطار ورکړی چی دا ولسوالی پریږدی.
هغه وویل چی ددی ولسوالی محاصره ډیر خطرناک دی او که هوایی قوتونه لاس په کار نه شی، امنیتی ځواکونه د نامعلوم برخلیک سره به مخ شی.
قاضی عبدالرحیم زیاته کړه چی سیمې خلګ خپل کورونه پریښی دی او نورو سیمو ته مهاجرت کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د څو ورځو راهیسی د بالامرغاب ولسوالی د دولت مخالفینو په محاصره کې قرار لری او امنیتی ځواکونو ته هم درنه تلفات اوښتی دی.
د طلوع نیوز ریپورت په اساس هم بالامرغاب باندی امنیتی پوستو باندی طالبانو بریدونو کې، نږدی ۱۳ تنه ددی ځواکونو څخه شهید شوی او ۲۲ تنه نور ټپیان شوی دی.
https://avapress.com/vdcf10dyjw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته