دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 182700
د اصغر افغان پرځای راشد خان، ګلبدین نائب او رحمت شاه د لوبو ډلمشرانو په توګه ټاکل شوی
د افغانستان کریکټ بورډ نن جمعه د حمل ( وري) په ۱۶ مه د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي چې، له لوبډلمشرۍ څخه اصغر افغان لرې شوی، او پر ځای یې د یوې ورځنۍ لوبو لپاره ګلبدین نائب، د شل آوریزو لوبو لپاره راشد خان او د ټیسټ لوبو لپاره رحمت شاه، د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د کړېکټ بورډ، غوراوي کمیټې د پریکړې له مخې ښاغلی اصغر افغان له لوبدلمشرۍ لرې شوی او پر ځای یې ګلبدین نائب د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او ورسره راشد خان د مرستیال په توګه، دغه راز د شل اوریرزو لوبو لپاره راشد خان د لوبدلمشر او ورسره شفیق الله شفق د مرستیال په توګه او د ټیسټ لوبو لپاره رحمت شاه د لوبډلمشر او ورسره حشمت شهیدي د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د دغې خبر پاڼې له مخې نن په دې خبري ناسته کې، د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان شوې چې له منځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.
 
https://avapress.com/vdcdzx0fzyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته