دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 182706
بالامرغاب ولسوالۍ ته کمانډو ځواکونه رسیدلي
د بادغیس چارواکي وايي، د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ جګړې ته کمانډو ځواکونو رسیدلي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي نرسنیو ته په دی اړه وویل، د دفاع د وزارت مرستیال محمد یاسین ضیاء او د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان نورالله قادري د بالامرغاب د جګړې د څارولو په هدف په بادغیس کې دي.
ښاغلي شهابي وویل، د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
تردې مخکې دفاع وزارت وویل چې په بالامرغاب کې د جګړې شدت کم شوی دی.
د افغان مقاماتو په خبره د بالامرغاب په جګړه کې تر اوسه ۳۲ افغان سرتیري وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjy8evmuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته