دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 182707
محمد نبی او راشد خان لوبډلمشرۍ څخه اصغرافغان لیرې کیدو سره مخالفت وښوده
د کرکټ دوو ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان له لوبډلمشرۍ څخه د اصغر افغان له لرې کولو سره مخالفت کړې او دا پریکړه یې بې وخته بللې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنیزې کمیټې مشر دولت احمدزي نن په یوه خبري کنفرانس کې د اصغر افغان پر ځای په ټسټ لوبو کې دلوبډلمشر په توګه د رحمت شاه، د یو ورځنیو سیالیو کې ګلبدین نایب او  شل اووریزو سیالیو لپاره راشد خان لوبډلمشر اعلان کړ.
دغه راز شفق الله شفق د شل اووریزو سیالیو مرستیال لوبډلمشر، راشد خان د یو ورځنیو سیالیو مرستیال لوبډلمشر او حشمت الله شهیدي د ټسټ سیالیو مرستیال لوبډل مشر اعلان کړل.
که له یوې خوا د کرکټ یو شمیر مینه والو دغه پریکړې بې ځایه او له وخته مخکې بللې، د کرکټ ملي لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم له دې پريکړې سره مخالفت کړی دی.
د کرېکت ملي لوبغاړی راشدخان په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د کرېکټ بورډ له دې پرېکړې سره چې د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر په توګه ګومارلی مخالف دی.
هغه دا پرېکړه غیرمسوولانه ګڼلي او ویلي، چې په نړیوال جام کې به دا پرېکړه د لوبډلې پر کړنې منفي اغېزه وکړي.
بل ملي لوبغاړي محمد نبي هم پخپل ټویټ کې له دې پریکړې سره مخالفت کړی دي. هغه لیکلي : (( زه د ملي لوبډلې د یوه مشر لوبغاړي په توګه، چې دافغانستان د کرکټ پرمختګونه مې له نږدې لیدلي، فکر نه کوم، چې دا به په سم وخت کې سمه پریکړه شوي وي.))
نوموړي زیاته کړې، چې ملي لوبډلې د اصغرافغان په لوبډلمشرۍ کې ښه پرمختګ کړي او لوبغاړي پرې راټول شوي دي.
د نبي په وینا، اصغر د ملي لوبډلې  د مشرۍ لپاره مناسب تن دی.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوبغاړو په پخپلو ټویټونو کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ټګ کړي دي.

 
https://avapress.com/vdcawun6049na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته