دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 182726
امریکا په افغانستان  کې د خپلو ډیپلوماټانو شمېر کموي
د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو حکومت غواړي په ۲۰۲۰ مېلادي کال کې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماټانو شمېر نیمايي ته راټیټ کړي.

یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم څرګند شي د «خارجي پالیسۍ» په نوم یوې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د خپلو پوځیانو د شمېر په کمولو سره په بغداد کې هم د خپلو دیپلوماټانو شمېر راکم کړي.
دا پرېکړه پر داسې مهال نیول کېږي، چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د خپلو ځواکونو د ایستلو پر سر له طالبانو سره په مذاکراتو بوخته ده.
پر افغانستان او عراق د امریکا متحده ایالاتو تر حملې وروسته په کابل او بغداد کې د دغه هېواد سفارتونه د ډیپلوماټیکي ماموریت له‌مخې هغه سفارتونه دي چې زیات لګښت لري.
دا په افغانستان او عراق کې د امریکايي سفارتونو یوازیني ډیپلوماټان دي، چې د فدرال حکومت، قراردادیانو او امنیتي کار کوونکو څخه تشکیل شوي دي.
په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي دپیلوماټانو شمېر نسبت امریکايي ځواکونو ته کم دی، خو دا په کابل او بغداد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوازینۍ سفارتخانې دي، چې نسبت په نورو هېوادونو کې د دغه هېواد سفارتونو ته ډېر کار کوونکوني او زیات لګښت لري.
یو شمېر ډیپلوماټان په دې باور دي، چې د دې وخت رسېدلی چې دغه ډیپلوماټیکه قوه یو بل لوري ته تغیر شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو دیپلوماټ چې نه غواړي نوم څرګند شي یوې امریکايي ورځپاڼې"پالیسي خارجي" ته ویلي، چې په دې وروستیو کې" په افریقا کې د چینايي ډیپلوماټانو د شمېر زیاتولو اورو، چې پر اقتصادي او نورو مسايلو کار کوي. موږ نه شو کولای چې خپل ټولې پیسې په افغانستان او عراق کې متمرکزې کړو."
دغه امریکايي ډیپلوماټ ټینګار کړی چې مهمه ده"موږ چېري کولای شو خپل کمترینې مابع وګمارو، تر څو خپلو عمده رقبانو ته د زیاتو سیمو د لاسه ورکولو مخنیوی وکړو، هغه وضعیت چې اوس مهال په تیزې سره روان دی، موږ یې په سختۍ سره هم درک کوو"
پر همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي، چې د امنیتي دلایلو له‌مخې نشي کولای په ښکاره ډول په بهرنیو هېوادونو د دغه هېواد د سفارتخانو او یا قونسلګریو په اړه خبرې وکړي،خو په سفارتخانو کې د خپلو دیپلوماټو د شمېر کولو په اړه د یوه ایمیل په ځواب کې ویلي، چې دغه وزارت: "په منظم ډول په بهرني ماموریت کې خپل حضور ته کتنه کوي، تر څو زموږ سیاسي اهداف او د تغیر په حالت کې منافعو ته پراختیا ورکړو."
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دا روښانه کړې چې په افغانستان کې د سولې له لارې د روانې جګړې ختمول او له تروریزم سره مبارزه یې له کاري لومړیتوبو څخه دي.
په دغه ایمیل کې ویل شوي"په کابل کې د امریکا سفارت د دیپلوماټانو راتلونکی شمېر روښانه کول او هدافو مشخصول د رئیس جمهور لخوا کېږي."
نوموړي همدارنګه ویلي چې امریکا" په عراق کې خپل سفارت او په اربل کې خپل قونسلګرۍ نه تړي او په عراق کې خپلو قوي تعاملاتو ته ادامه ورکوي."
خو د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ځانګړی استازی جیمز دابنز وايي، که چیري واشنګټن له طالبانو سره مذاکراتو کې پرمختګونه وکړي په افغانستان کې د امریکا سفارت د ډیپلوماټانو د شمېر کمول منعا ورکوي.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcb55b80rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته