کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال آباد کې چاودنه یو وژلی او پنځه تنه نور ټپیان کړی

17 حمل 1398 ساعت 12:18

جلال آباد ښار کې دوه چاودنو له امله، یو تن ښځه وژل شوی او پنځه تنه نور ملکی وګړی د دوو کوچنیانو په ګډون ټپیان شوی دی.



مخکې له دی هم نن سهار ریپورت ورکړل شوی وو چی رنجر موتر کې چاودنې له امله، د جلال آباد په دوهمه ناحیه کې مرزی ځواکونه ټپیان شوی دی.
ځینی سرچینی ریپورت ورکړی چی په دوهم چاودنه کې چی جلال آباد ښار څلورم ناحیه کې رامنځته شوی دوه تنه پکښی وژل شوی او ۲۰ تنه هم ټپیان شوی دی.
کوم شخص یا کوم ډله تراوسه ددی پیښی مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی او هیڅوک هم دا پیښی پوری اړوند نه دی نیول شوی.
ننګرهار ولایت د هیواد ناامن ولایتونو څخه دی داعش تروریستی ډله او طالبان پکښی حضور او فعالیت لری.
 


د مطلب کود: 182729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182729/په-جلال-آباد-کې-چاودنه-یو-وژلی-او-پنځه-تنه-نور-ټپیان-کړی

آوا
  https://www.avapress.com