د داخله وزارت په اعلامیه کې راغلی دی چی دا کسان د خاص پولیس قطعاتو ځواکونو عملیات په ترڅ کې د مزارشریف ښار مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلی دی چی نیول شوی کسان د بلخ عامه نظم او امن اخلال کې لاس درلود.
د اعلامیه څخه په نقل، ددی کسانو څخه ۱۷ میل اسلحی د ۱۰۰ عدد شاژور سره، یو مقدار نظامی تجهیزات او ۱۳ موټران بغیر له اسناده هم لاسته ورغلی دی.
دا کسان په داسی حال کې نیول شوی دی چی داخله وزارت مخکې له دی اعلان کړی وو چی ددی وروسته مسلح غیری مسئول کسان او زور ویونکې هیڅ ولایت کې ګشت او ګذار نه شی کولای.
دا وزارت د دلو په ۱۹ نیټه تیر کال په اعلامیه کې ویلی وو: د افغانستان باعزت خلګو امنیت تامین په مقصد، په جدیت او وضاحت سره ابلاغ کیږی چی مسلح غیری مسئول کسان، قانون ماتوونکې او زور ویونکې ددی وروسته د هیواد په هیڅ ولایت کې ګشت او ګذار نه شی کولای.