دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 182734
عمران خان: د پاکستان د ۱۹۷۷ کال ټاکنو تجربو ته په کتو، افغانان باید د لنډ مهاله حکومت تر مشرۍ لاندې ټاکنې وکړئ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په اړه څرګندونې وکړې او د افغانستان د سیاسي کړکېچ یوازنۍ حل لاره یې د لندمهالې ادارې منځته راتګ وباله.

لدې وړاندې عمران خان د پاکستان په باجوړ کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال ورته څرګندونې کړې وې چې، وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان د غیر مسؤلانه څرګندونو په غبرګون کې پدې هیواد کې د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړ او سربیره پردې یې د اسلام اباد نه د افغانستان سفیر د احتجاج په ډول کابل ته را وغوښت او له پاکستان نه یې د عمران خان د څرګندونو په اړه د سپیناوي غوښتنه وکړه، خو وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې د عمران خان څرګندونې ناسمې تعبیر شوې.
عمران خان د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کې پرون یوې ناستې ته د وینا پر مهال وویل چې، ما تېرځل په افغانستان کې د لنډمهاله ادارې په اړه څرګندونې وکړې، چې وروسته افغانان ماته په غوسه شول او زما خبرې یې ناسمې تعبیر کړې.
عمران خان وویل: «د افغانستان خلکو! مونږ تاسې وروڼه ګڼو، زه خدای تعالی ته دعا کوم چې د افغانستان د خلکو سوله په برخه شي.ما ویلي و چې ۱۹۷۷کال کې چې پاکستان کې ټاکنې شوې وې او مخالفو ګوندونو یې پایلې نه منلې، نو ګډوډي جوړه شوه او د هغې ګډوډۍ په نتېجه کې پوځ واک په لاس کې واخیست، نو ورور بل ورور ته د خپلې تجربې پر بنسټ وايي، که چېرې تاسې غواړئ له ټاکنو نه سوله تر لاسه کړئ، زموږ تجربه ښيي چې د یوه داسې لنډ مهاله حکومت تر مشرۍ لاندې ټاکنې وکړئ چې د حکومت مخالفین یې بې طرفه ګڼي او بیا یې پایلې ومني.»
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې د رامنځته کولو په اړه د عمران خان د مخکنیو څرګندونوپه تړاو په ټویټر کې لیکلي و : «د کرېکټ ځینې اړخونه په ډیپلوماسۍ کې په ښه توګه پلي کیږي، خو ځینې بیا نه کیږي. اړینه ده چې د یوه هیواد په کورنیو چاور او سولې پروسه کې د غولوونکې مداخلې په خاطر د وسوسو لپاره مقاومت وشي.»
همدارنګه په افغانستان کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان مخکینۍ څرګندونې ناسمې وبللې.
خلیلزاد په ټویټ کې لیکلي: «پاکستان د افغانستان سولې بهیر کې رغنده ونډه لوبولي، خو د لومړي وزیر څرګندونې داسې نوې. د افغانستان راتلونکې افغانانو پورې اړوندیږي او یوازې افغانان دي چې کولی شي د خپل هېواد سیاسي راتلونکې په اړه پریکړه ونیسي. د نړیوالې ټولنې ونډه یوازې د افغانانو هڅول دي چې سره را ټول شي او دوی دا کار کولی شی.»
د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو په تړاو یو ځل بیا خپلې پخوانۍ څرګندونې تکراروي او وایي:«زما څرګندونې کومه مداخله نده، بلکې د وروګلوۍ خبره ده، چې منل یا نه منل یې په افغانانو پورې اړه لري.»
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeun6y49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته