د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست څرګنده کړې، چې نن سهار اووه نیمې بجې د یو پولیس افسر مړی رالیږدول شوی؛ خو د دغه ولایت پولیس په دې اړه څه نه وایي.
د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس زیاته کړې؛ دغه وژل شوي پولیس، چې روغتون ته رالیدول شوي پر مرمیو لګیدلی دی. د دغې پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)