دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 182741
د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ د پولیسو مرکز ته طالبان وردننه شول
یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ امنیه قومنداني له دوه ورځنیو نښتو په پایله کې ونیوله.

د دې ولایت یوې امنیتي سرچینې دا هم ویلي، چې د بالامرغاب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیس، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا له طالبانو سره جنګیدلي د ځانګړیو سرتېرو په ملاتړ له دغې ودانۍ وتلي او د ملي اردو مرکز ته ولیږدول شول.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې د یادې ولسوالۍ امنیه قومنداني امنیتي ځواکونو ته ډېر ارزښت لري.
دغه راز طالبانو هم څرګنده کړې، چې طالبانو د دغه ولایت د بالامرغاب امنیه قومنداني او زندان نیولی او ۲۶ امنیتي سرتېري په دې ولسوالۍ کې له طالبانو سره یوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ( د وري ۱۶) د ملي ځواکونو چورلکو په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو مرکزونه هم بمبارد کړي او د ولسوالۍ د ژغورلو لپاره د ملي اردو ځانګړي ځواکونه هم ورلیږدول شوي دي.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5razzt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته