کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې یو پولیس سرتېري خپله میرمن او وریره وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حمل 1398 ساعت 14:32

د بغلان پولیس وایي، چې په بغلان ولایت کې یو پولیس سرتېري د کورني تاوتریخوالي له کبله خپله میرمن او وریره پر ډزو وژلي دي.



د بغلان پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه کورنۍ د پلخمري په حسین خېلو کې اوسیږي او پر وژنې تورن سرتېري هم د پلخمري په دوه یمه امنیتي حوزه کې دنده تر سره کوله، چې پر تښته بریالی شوی دی.
د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره اورانوس عاطفي ویلي، چې په روان کال کې دا د کورني تاوتریخوالي لومړنۍ پېښه ده. هغې له امنیتي ارګانونو څخه د پېښې د څېړلو او د تورن د نیولو غوښتنه هم کړې ده.  
 


د مطلب کود: 182744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182744/په-بغلان-کې-یو-پولیس-سرتېري-خپله-میرمن-او-وریره-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com