دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 182746
د بالامرغاب جګړې دوام؛ دفاع وزارت:طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
دا درېیمه ورځ ده چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښته روانه ده.

ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو په وړاندې هوايي او ځمکني پوځي عملیات په کلکه روان دي او د دغو عملیاتو مشري د دغه وزارت د مرستیال یاسین ضیا په غاړه ده.
دغه امنیتي بنسټ ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه وايي.
د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل په دې اړه وايي:«د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال تر مشرۍ لاندې د بادغیس ولایت په بالامرغاب او اب کمري ولسوالیو کې چاڼيز عملیات ترسره  او هوايي ګوزارونه کړي دي. چې په پایله کې یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او په سیمه کې په شدت سره عملیات روان دي څو سیمه په بشپړه توګه د دښمن له شتونه پاکه شي.»
طالبانو د بادغیس ولایت پر بالامرغاب ولسوالۍ له برید سره هم‎مهاله د دغه ولایت پر اب کمري ولسوالۍ هم بریدونه کړي دي.
له دې ټولو سره پرېکنده ملاتړ ماموریت د جمعې پر شپه ویلي چې په پالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو پنځه پټن‎ځایونه د هوايي بریدونو له خوا په نښه شوي دي. دا ماموریت همدارنګه زیاتوي چې د طالبانو پر مورچلو به نن هم هوايي بریدونه دوام ولري.
که‎څه هم ملي دفاع وزارت او پرېکنده ملاتړ ماموریت، په دغو دوو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې یوازې په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳۶ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdox0f9yt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته