کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ودانیز کارونه به تر راتلوونکې اوونۍ پیل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حمل 1398 ساعت 15:00

د برېښنا شرکت د جمعې په ورځ (د وري په ۱۶ مه) ویلي چې تر راتلوونکې یوې اوونۍ به د کاسا زر پروژې ودانیز کارونه پیل شي.



هغه طرحه چې څه باندې یوه لسیزه وړاندې پلان شوی وه، درې کاله مخکې په تاجکستان کې د رسمي پروژې په توګه پرانستل شوه څو تر راتلوونکې اوونۍ د عملي کېدو بهیر په دغې پروژه کې یوه شامل هېواد کې پېل شي.
د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب وايي چې د دغې پروژې ودانیزې چارې هم‎مهاله د هېواد په درې ولایتونو کې په مخ ولاړ شي او تر راتلوونکو دوه نیمو کلونو پای ته ورسېږي.
د برېښنا شرکت ویلي چې دوه هندي شرکتونو د «کې،ای، سي» او «کې، پي، ټي اېل» په نامه د دغې پروژې عملي کوونکي دي.
د بریښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ کار په کندوز کې پیلېږي، دویم د کابل په نغلو سیمه کې او درېیمه برخه هم په لغمان او ننګرهار کې دي چې کار جریان لري.»
ګټې اخیستنې ته د کاسا زر پروژې په سپارل کېدو سره د پنځلسو کلونو لپاره په کال کې له قرغیزستان او تاجکستان نه یو زره او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.
 تاجکستان او پاکستان تر اوسه د پروژې د څيړنې او طراحۍ کار بشپړ کړی نه دی. د برېښنا شرکت وایي چې افغانستان وړاندې ګام اخیستی دی څو په افغانستان کې تر درېیو نورو کلونو پورې د دې پروژې د عملي کېدو په تړاو د درېیو نورو هېوادونو شکونه او اندېښنې پایته ورسوي.
د اقتصادي چارو کارپوه صمیم صارم وايي:«هغه هېوادونه چې په دغې پروژه کې په ګډه کار هم سره کوي په بشپړ خبرتیا سره افغانستان کې کار پیلوي، د دې له امله، چې له بده مرغه دلته نه د متخصص کدر شته او نه هم نور مسایل چې د پروژې د تطبیق لپاره بنسدویه وي، شتون نه‎لري.»
په افغانستان کې د کاسا زر پروژې عملي کېدل څلور سوو شپیته مېلیون ډالره لګښت غواړي چې ۳۶۰ مېلیونه یې نړیوال بانک او اتیا مېلیونه ډالر یې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.
ګټې اخیستنې ته د دې پروژې په سپارل کېدو سره به، افغانستان د اړتیا پر مهال له برېښنا نه پر ګټې اخیستنې سربېره ؛ په کابل کې پنځوس مېلیون ډالره د ټرانزیټ د حق په توګه او هر کال له دوو تر درېیو مېلیونو ډالرو پورې د دې پروژې د امنیت د ټینګښت او مراقبت له امله تر لاسه کړي .دا پیسې به په اوو هغو ولایتونو کې چې د پروژې په اوږدو کې پراته دي ولګول شي.
 


د مطلب کود: 182748

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182748/د-کاسا-۱۰۰۰-پروژې-ودانیز-کارونه-تر-راتلوونکې-اوونۍ-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com