دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 182768
حکومت مسلح مخالفین او مسلح غیرمسئول کسان د ناامنیو لاملین دی
بلخ پولیسو قوماندان وایی چی حکومت مسلح مخالفینو تخریبی فعالیتونو ترڅنګ غیری مسئول مسلح کسانو شتون نور هم تخریب کوونکې دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالرقیب مبارز د بلخ ولایت پولیسو قوماندان د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی دولت مسلح مخالفینو او غیری مسئول مسلح کسانو حضور بلخ کې د ناامنی ترټولو لوی عامل بلل کیږی.
هغه ټینګار وکړ چی په دومره وخت کې چی ما د بلخ پولیسو قوماندی په حیث دنده ترسره کړی پوه شوی یم چی حکومت مخالفین او مسلح غیرمسئول کسان مزارشریف او ټول بلخ کې د ناامنی لوی عوامل دی.
هغه وویل چی حکومت مسلح مخالفین د افغانستان ناامنه کولو په برخه کې فعالیت کوی او دا ټولو لپاره څرګنده ده خو قتل، اختطاف، غلا او زور وینه د غیری مسئول مسلح کسانو له لوری صورت نیسی.
هغه وویل چی بلخ پولیس د برنامه په اساس خپل چلند د مسلح غیری مسئول کسانو په وړاندی د مزارشریف څخه به شروع کړی او دا پروسه به ولسوالیو دننه هم ورسیږی.
یادولو وړ دی چی بلخ پولیسو قوماندان د ۲۳ میل مختلف النوح اسلحو او مهماتو تسلیم مراسمو کې د دایاګ په پروسه کې ګډون کړی وو.
https://avapress.com/vdch-inz623n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته