دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 182771
د سولې خپلمنځي خبرو لپاره دې طالبان په مشورتي جرګه کې ګډون وکړي- د جرګې کمیسیون
د مشورتي جوړیدونکې لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون ویاند وایي، که طالبان په دې جرګه کې ګډون وکړي؛ نو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به لار اواره شي.

په کابل کې حکومت بیا د لویې جرګې لپاره په داسې حال کې چمتوالی نیولی، چې د سولې خبرې چټکې شوي دي. هغه کمیسیون، چې د جرګې جوړولو مسوولیت ور پر غاړه شوی وایي: حکومت تمه لري، چې طالبان په دې جرګه کې ګډون وکړي؛ ځکه حضور یې د سولې خبرو او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواروي.
د مشورتي جوړیدونکې لویې جرګې د تر سره کولو کمیسیون ویاند سیدعلی کاظمي وایي، چې طالبانو ته بلنه او د یو پلاوي رالیږل به مشورتي جرګه درنه کړي او مونږ به خپلمنځي خبرو او ثبات ته نږدې کړي.         
حکومت دا هم څرګنده کړې، چې جرګې ته به وړ کسان په یوه روڼ بهیر کې وټاکل شي؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو ځینې احتمالي نوماندان اندېښمن دي، چې حکومتي مشران به ترې شخصي ګټه پورته کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي، چې که مشورتي لویه جرګه په واک و ځواک کې د پاتې کیدو وسیله نه وي او په رښتیا د افغانستان د خلکو استازیتوب تمثیل کړي او د حکومت په غوښتنه نه جوړیږي؛ بیا نو لدې پرته بله لار نشته. دا، چې طالبان نن له حکومت سره خبرې نکوي ستر لامل یې دادی، چې د خلکو استازیتوب په حکومت کې خونديتوب نلري.             
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، طالبان د جرګې د جوړیدو پر څرنګوالي شک لري او ښایي له دې کبله په کې ګډون ونکړي.
پخوانی طالب  چارواکی سید اکبر آغا  وایي، چې لومړی د افغانستان د سولې په اړه هر څوک یو څه کولی شي؛ خو خلک مشورتي لویې جرګې ته په شک ګوري.  دوه یم فکر نکوم، چې طالبان په دې جرګه کې ګډون وکړي؛ که څه هم وبلل شي، ځکه تر هغې، چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې نه وي دا کار نه کیږي.           

ټاکل شوې ده، چې مشورتي لويه جرگه د ثور يا غوايي پر ٩ په کابل کې جوړه او ۲۵۰۰ کسان په کې برخه واخلي. په دې جرګه کې به د خلکو له استازیو دا نظر وغوښتل شي، چې حکومت د سولې بهیر څه ‌ډول ترسره کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz5b88rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته