دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 182776
جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ‎ د مرکزي قومندانۍ قومندان خپل حضور ته ومانه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي نن ماسپښین خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو  تروریزم سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدرداني او نوموړي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه.
جنرال مک کینزي وویل، امریکا متحده ایالات د افغانستان حکومت ستراتیژیک همکار دی او کوښښ  به وکړو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې زیات تمرکز وکړو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9q3ak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته