دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 182785
ملي امنیت سلاکار: د ملت استازیتوب نظام کوي، نه اشخاص او افراد
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، پرون په چهارچنار ماڼۍ کې د کونړ ولایت له قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
د کونړ د قومي مشرانو او ځوانانو په استازیتوب مولوي سعیدالله، مولوي عبدالله، حاجي سابق، انجنیر رحمتي او ارشاد هیله مند خبرې وکړې او د یاد ولایت د امنیتي وضعیت ښه والي، ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو د زمینې مساعدېدو او د امنیتي ځواکونو د تقویه کولو اړوند يې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ملي امنیت سلاکار سره شریک کړل.
یادو قومي مشرانو د ملي امنیت سلاکار له وروستیو دریځونو ملاتړ څرګند کړ وې ویل، چې د کونړ اوسېدونکي به تل د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ پاتې شي.
ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب قومي مشرانو او ځوانانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د کونړ اوسېدونکو له نظام، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع په خاطر قرباني ورکړې ده، چې هېڅکله به یې له پامه ونه غورځوي.
هغه د کونړ ولایت د امنیت تامین برخه کې د خلکو د ګټور رول قدر داني وکړه او ټینګار يې وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنه کړي تر څو ترهګریزې ډلې په ځانګړې توګه داعش یاد ولایت کې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.
ښاغلي محب څرګنده کړه، په ملي مسایلو او پرېکړو کې یوازې نظام په مفید او مناسب ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول د واحد ملي ادرس په توګه د ملت استازیتوب کولای شي او زموږ سیاسیونو او مخورو ته ښايي په داسې حالاتو کې ټينګ له خپل دولت سره ودرېږي.
په پای کې ملي امنیت سلاکار د کونړ ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل برخه کې به یې جدي اقدام کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7x9qnak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته